۱۴۰۵ / ۸ / ۳ ادهم خپرندویه اداره؛ خپلواکه او ازاده رسنۍ افغانستان 🤍

د ګناهونو آثار

ګناهونه په انسان کې خپل آثار لري، که انسان په ځان کې لاندينۍ نښې وويني نو بايد پوه شي چې په ډيرو ګناهونو اخته دی:

د ګناهونو آثار

ګناهونه په انسان کې خپل آثار لري، که انسان په ځان کې لاندينۍ نښې وويني نو بايد پوه شي چې په ډيرو ګناهونو اخته دی:

1_ انسان له علم څخه بې‌برخي شي، علم نه‌شي حاصلولای، چې حاصل يې کړي ژر ورنه هيرېږي.

2_ زړه يې له الله تعالی څخه ياغي وي، زړه يې نه غواړي چې الله تعالی سره راز او نياز وکړي او تماس وپالي.

3_ د کارونو سختي، هرکار ته چې مخه کړي نتيجه نه‌شي ترلاسه کولای او د پرمختګ دروازه ورته بنده وي.

4_ له عبادت نه بې‌برخې وي، ډير هغه عبادات ورنه پاته وي چې هريو يې له ټولې دنيا بهتر وي.

5_ ژوند يې بې‌برکته وي، ورځ او شپه ورباندي تیریږي خو هيڅ نه‌شي ذخیره کولای.

ګناهونه نور آثار هم لري، تر ټولو بد اثر يې له توبې مخ اړول او ترمرګه ګناهونو ته دوام ورکول دي.

داء النفوس

# ادهم_خپروندويه_اداره