۱۴۰۵ / ۸ / ۳ ادهم خپرندویه اداره؛ خپلواکه او ازاده رسنۍ افغانستان 🤍
د لوستونکي له خوا د کتاب پېژندنه

لمونځ رانه پاتې شو!

د کتاب لیکوالاسلام جمال
ژباړنرفیع الله نعماني
د لمونځ رانه پاتې شو! د کتاب پوښ

نور به له لمانځه څخه ځانه نه خلاصوم؛ بلکې په لمانځه به ځان خلاصوم!!

نوموړی کتاب چې اوس ستاسو سره معرفي کوم؛ د مصري ځوان ليکوال انجنير اسلام جمال يو داسې څېړنه او لينکه ده چې په عربي نړۍ کې د زيات پلورل شوو او لوستلو شوو کتابونو په سرليک کې لوړ اوچت ځای لري، دا چې عربي ژبه خپله هم لوړه درجه ادبيات لري هغه خو بيله خبره ده...

او همدارنګه ددې کتاب ژباړونکې هم ډيره پارونکې، جذابه، روانه، عالي او غنې ژباړه کړي چې لوستونکي له خوند تري اخيستلئ شي، ياد کتاب کې ژباړونکي ځانګړی تاثيري او هنري قلم خوځولی دی. زه ورته ځانګړې سلامې کوم پر ګوتو يې برکت؛ د قلم رنګ يې زيات شه. دغه ښکلی کتاب پښتو ژبې ته قدرمن درانه عالم ښاغلي مفتي رفيع الله «نعمانې» ته ور بښلی او دغه لويه لاسته راوړنه دده په نوم د پښتو ژبې په هنري آثارو کې ثبت شو.

ياد کتاب د يو اتيا کلن سپين ږيرې د پابندۍ له کيسې سره ملتيا کوي، مبهم رازونه يې سپړي او له دغه رازونو سره اوږد فکري مزل کوي...

په اسلام کې ټول احکام له اسمان څخه ځمکې ته نازل شوي دي. خو لمونځ پراته چې الله تعالی هغه ته بل ځای غوره کړی و.

د الله تعالی انتخاب دا و چې د اسمان څخه ځمکې ته لمانځه د نازلولو پر ځای خپل پيغمبر له ځمکې څخه اسمان ته بوځي تر څو پيغمبر صلی الله عليه وسلم هغه اصلي الهې نسخه له خپل پالونکي څخه په تسليم واخلي او بيا يې د ځمکې مسلمانانو د الله ج د ډالۍ په توګه راوړي. په دغه سفر کې پيغمبر صلی الله عليه وسلم ليواله و چې دغه ستره ډالۍ د بشري تاريخ په تر ټولو حيرانوونکې نقلوونکې وسيلې وليږدوي، هغه وسيله معراج وه چې پيغمبر صلی الله عليه وسلم د اسمان پوړونو کې تر ملأ اعلی پورې د خپل پالونکي لور ته ګړندی سفر وکړ.!

#ادهم_اداره