۱۴۰۵ / ۸ / ۳ ادهم خپرندویه اداره؛ خپلواکه او ازاده رسنۍ افغانستان 🤍
د لوستونکي له خوا د کتاب پېژندنه

وروستی اتل

د کتاب لیکوالمحمد امین
ژباړنمفتی خالد زرنجوي
د وروستی اتل د کتاب پوښ

دا کتاب زما د دوو اندلسي ورونو له کیسو څخه جوړ دی. دا هغه کیسې دي چې له نن څخه څو پېړۍ مخکې لیکل شوې دي، ما چې کله دغه له غمه ډکې کیسې لوستلې، داسې احساس مې کاوه لکه پخپلو سترګو چې د غرناطې سقوط وینم، لکه پخپلو سترګو چې د البيازين له منځه د هلال پر صلیب بدلېدل وینم، لکه زه چې هم د غرناطې د تیاره سهارونو شاهد وم، لکه ما چې هم د غساني وروستۍ خبرې پخپلو غوږونو اورېدلې وي، لکه زه چې هم له خپل کوره شړل شوی وم او لکه زما څخه چې هم خپل دین، خپل هویت او خپل پرون اخیستل شوی وي.

د أَبِي الْحَسَنِ الغرناطي په احساساتو کې ما خپل ځان لیده، د هغه د زړه غم زما تر زړه هم را رسېدلی و، د هغه غوندې ماته هم یوازې اوښکې راپاتې وې، زه هم د هغه غوندې بې‌وسه وم او د اورېدو څوک مې نه وو.

د اندلس د سهار او ماښام کیسې ما ډېرې لوستې دي. د سعیدي، لشکري، ناروئي، حجازي، سرجاني او نورو لیکوالو په کرښو کې د امت د دې خاورې ډېرې کیسې ثبت دي، خو هېڅ یوې کیسې زما له سترګو دومره اوښکې نه وې بهولې، هېڅ یوې یې د پرون په یاد کې دومره نه وم ورک کړی، هېڅ یوې یې خپل ضمیر ته دومره نه وم ملامت کړی، لکه د خپلو دغو موريسکي ورونو کیسې چې کړم.

په دې کیسو کې به تاسو د غرناطې سقوط ووینئ، هغه غرناطه چې پر ښکلا او عظمت یې تر ننه خلک مئین دي، هغه غرناطه چې یو وخت د ټولو علومو ښار و، هغه غرناطه چې د ابن الخطيب، شاطبي او ابن زمرک په څېر خلک په کې اوسېدلي وو، هغه غرناطه چې د مولای حسن او أَبِي الْغَسَّان غوندې شخصیتونه یې لیدلي وو.

هو! تاسو به د همدې غرناطې د سقوط وروستۍ ورځې ننداره کړئ. دا ننداره د امت د اته سوه کلن تاریخ د زوال ننداره ده، د جومات پر کلیسا بدلېدو ننداره ده، د خپلو ورونو او خویندو د شړل کېدو ننداره ده، د هغوی د ځورولو، کړولو او له دینه په زور اړولو ننداره ده؛ د هغوی د سوځولو، بې‌عفته کولو او غلام ګرځولو ننداره ده.

دا د هغو وروستیو مؤمنانو د ژوند ننداره ده چې د «لَا إِلٰهَ إِلَّا اللّٰهُ» د لوړتیا لپاره یې پر ځان هر څه منلي وو.

په دې ننداره کې به تاسو د تقدیر فیصلې هم ووینئ؛ د خپل موريسکي ورور «علي بديه» له لوړ همته به هم خبر شئ؛ د دې سړي د صبر او ارادې پر وړاندې د تفتیش د وحشي محکمې هم سر وځړېده. د دې سړي صبر، ايمان او ارادې ته د سیند څپې هم تسليم وې، د همدې سړي د صبر، ایمان او هڅې زور و چې نن دا لیکنې تر موږ را ورسېدې. دا سړی په اندلس کې د مسلمانانو وروستۍ نښه وه. د ده په راتګ سره هلته نور هېچا د «لَا غَالِبَ إِلَّا اللّٰهُ» شعار تر سیوري لاندې ژوند ونه کړ او په دې توګه موږ خپل ټول اته سوه کلن عظمت یو ځل بیا له لاسه ورکړ...

دا کیسې د درد پر ژبه لیکل شوې دي، په دې کیسو کې د پاپ او کلیسا د وحشتونو انځور وړاندې شوی دی. دا د هغو وحشتونو انځور دی چې امت ورسره څو ځله مخ شوی دی. دا وحشت که پرون په غرناطه کې و، نن یې د غزې لمن نیولې ده. هلته هم زموږ وروڼو موږ ته ډېرې چیغې را وکړې، خو چا یې غږ وانه ورېده. نن هم د غزې هر ځوان، هر ماشوم او هره پېغله موږ ته غږ کوي، خو موږ بیا هم د غفلت په خوب ویده یوو، موږ بیا هم خپل ایماني تړون هېر کړی او بیا مو هم د الله تعالی رسۍ خوشې کړې ده...

د هغې ورځې په هیله چې له تاریخه درس او عبرت واخلو