بیولوژیکي اتوم بم
سل کاله وروسته به چې کله خلک پر ځان پوه شي، چې نیمې ښځې یې ښځینتوب نه لري او نیم نران یې نرینتوب، نو دوی به بیا هلته ووايي چې زموږ نیکونو او پلرونو له موږ سره د امت په کچه څومره لوی خیانت کړی دی...


بیولوژیکي اتوم بم
ایمن الافغاني ☝️
سل کاله وروسته به چې کله خلک پر ځان پوه شي، چې نیمې ښځې یې ښځینتوب نه لري او نیم نران یې نرینتوب، نو دوی به بیا هلته ووايي چې زموږ نیکونو او پلرونو له موږ سره د امت په کچه څومره لوی خیانت کړی دی.
هغوی به د رسول الله صلی الله علیه وسلم امتیان وي، خو ستا د واکسینونو د ورکړې له امله به د امت په ځوانانو کې نه شمېرل کېږي. هغوی به ځوانان وي، خو ستا د واکسینونو د ورکړې له امله به له ماشومتوبه د شهوتپرستۍ په هغه جال کې راګیر وي چې له انسانه لومړی ایمان او بیا انسانیت اخلي. په داسې عمر کې چې ماشوم لا هېڅ شهواني احساس نه پېژني، د هغه کمزوری وجود به دا خطرناکه قوه څنګه کنټرول کړلی شي؟
هغوی به ځوانان وي، خو ستا د واکسینونو له امله به د ناروغیو له کبله د ځوانۍ شک هم پرې نه کېږي. ځینې به په بسترو کې پراته وي، ځینې به خپلې غوښې نه شي وړلای، او له ۵۰ څخه تر ۶۰ فیصده پورې خلک به پر سرطان او نورو نااشنا ناروغیو اخته وي؛ چې یو یو به ترې مړ کېږي.
همدا اوس چې په افغانستان کې ۱.۵ میلیونه کسان په سرطان اخته دي، اصلي او یوازینی علت یې همدا واکسینونه ښودل شوي دي؛ چې تر هغه وخته پورې به غالباً دا شمېره تر ۱۵ میلیونو پورې ورسېږي. معاذالله!
یوه کتله ځوانان به داسې وي چې اولاد به یې نه کېږي، نرښځۍ او نرښځي به ډېر شي. ډېر نارینه به تر وروستۍ اندازې بېغیرته او بېهمته شي، زیاتې ښځې به خپل ښځینتوب هېر کړي او هغه د حیا پوښ چې الله تعالی پر ښځو غوړولی دی، له دوی څخه به ایستل شوی وي.
د دې ټولو پېښو په اسبابو کې به ته خامخا شامل وې؛ ځکه ته سره له دې چې پوهېدې واکسینونه کوم کوم زیانونه لري بیا دې هم خپل ماشوم ته ولګول!
ایا دا د افسوس او حیرانتیا خبره نه ده چې د بیل ګېټس له دې شیطاني دسیسې څخه په یوه ځای کې هم مسلمانان نه دي خلاص شوي، په ځانګړي ډول په منځنۍ اسیا او اسلامي هېوادونو کې لکه افغانستان، عراق، نایجیریا، پاکستان او نورو کې؟
ایا تاسو کله فکر کړی چې دغو خلکو، یعنې ملګرو ملتونو، په یوه محاذ کې د غزې پر ماشومانو او ښځو عام قتل پیل کړی، او پر بل محاذ کې همدغه ماشومانو ته د ډېرې خواخوږۍ او مهربانۍ له مخې د پولیو واکسین ورکوي؟
ترڅو روغ او سلامت پاتې شي او معیوب نه شي. هغه هم مفت ورکوي؛ په داسې حال کې چې په نړۍ کې دا خبره بېخي نااشنا ده، ځکه یوازینی شی همدا واکسینونه دي چې وړیا لګول کېږي او په کومو ځایونو کې چې یې زور رسېږي، هلته یې په زور هم تطبیقوي.
ایا په دې موضوع فکر کول ضروري نه دي؟
ایا خواخوږي رښتیا همدا ده؟ ایا دوی رښتیا هم دومره بشردوسته دي؟
او نادره خو دا ده چې کله په فلسطین کې د واکسین د تطبیق وخت راورسیږي، امر وشي چې بمبارۍ بندې کړي، او کله چې د واکسین موده پوره شي، بیا بمبارۍ پیل شي. ایا دا څه معنا لري؟ د دې کار معنا څه ده؟
جواب دادی چې د دوی هدف د فلسطینیانو نسل ورک کول دي، نو په دواړو حالتونو یعنې بمبارۍ او واکسین ورکولو کې ددوی یو هدف پر مخ وړل کیږي.
ایا دا هماغه خبره نه ده چې د غزې یوه پلار له خپل ماشوم سره په داسې حال کې کړې وه چې د کور له بمبارۍ وروسته په یوه خېمه کې ناست و؟ زوی یې د ملګرو ملتونو په اړه پوښتنه وکړه چې دوی څه کار کوي. پلار یې ورته وویل: "دوی لومړی زموږ کور د بم په وسیله ړنګوي او بیا خېمې راکوي."
هغوی چې نه یوازې د مسلمانانو، بلکې د ټولې نړۍ او بشریت دښمنان او قاتلان دي، غواړي دا نړۍ له منځه یوسي. دوی د نسلوژنې لپاره د کرونا او پولیو په نومونو هغه ویروسونه جوړ کړل چې یو له دغو ویروسونو څخه د خلکو په وژلو کې بریالی شو او بل یې د خلکو په بېغیرته کولو کې.
د ایلن ماسک له ډېرو خبرو څخه دا ثابته شوې چې هغه د نړۍ د ړنګولو په اړه فکرونه کوي او په ښکاره یې اعلان کړې چې په مریخ کې د ژوند کولو زمینه برابروي، ترڅو د ځمکې له ړنګېدو وروسته هلته د ژوند لپاره ولاړ شي.
نه یوازې ایلن ماسک، بلکې د نړۍ ټول غټ غټ کافران د بیل ګېټس او ایلن ماسک وروڼه دي. که څه هم ترمنځ یې اختلافات شته، خو بیا هم د مسلمانانو پر وړاندې یو او متحد دي. دا یوازې احتمال نه، بلکې ثابت شوی حقیقت دی؛ ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم هم ویلي دي: «الکفر ملة واحدة.»
دلته یوه بله ډیره مهمه موضوع هم د یادولو وړ ده. هغه دا چې جیفري اپسټین له وبا څخه څو کاله وړاندې له بیل ګېټس سره د واکسینونو د پلانونو په اړه په پټه خبرې کړې وې.
دا معلومات له هغې وروسته څرګند شول چې د امریکا د عدلیې وزارت له لوري د جنوري په ۳۰ مه د اپسټین اړوند میلیونونه مخه اسناد افشا شول.
د جېپري اپسټین د اسنادو له افشا کیدو وروسته، په ځینو ایمیلونو او اسنادو کې د بیل ګېټس، واکسینونو، وباوو او مالي سیستمونو په اړه خبرې مطرح شوې وې. په خاص ډول د ۲۰۱۱ او ۲۰۱۷ کلونو ځینې بحثونه دا ښيي چې د واکسینونو، وباوو او مالي سیستمونو موضوعات د کرونا له وبا څخه څو کاله وړاندې هم تر بحث لاندې وو.
او همدارنګه اپسټین د بیل ګېټس د خیریه بنسټونو او واکسینونو اړوند د مالي پروژو په طرحه کې هم مشورې ورکړې وې.
نو اوس فکر وکړه! دا دومره پراخ تبلیغات او اجراات چې دوی یې کوي او د اسلامي هېوادونو تر هر کوره پورې رسېدلي او په رضا او زور دواړو تطبیق شوي دي. هغه میلیاردونه ډالر چې دوی له کومې مادي ګټې پرته مصرف کړي، او هغه ټینګار چې د پولیو واکسینو پر لګولو یې کوي؛ حتی په ځینو ځایونو کې به چې چا انکار کاوه، د پولیسو په زور به اړ ایستل کېدل چې خپلو ماشومانو ته واکسین ولګوي.
دا ټول کارونه د هغې ناروغۍ د مخنیوي په پلمه کوي چې په ټول کال کې یوازې ۷ یا هم ۲۳ پېښې ثبت شوې دي. خو هغه ناروغي چې همدا اوس یو نیم میلیون افغانان پرې اخته دي، نه د درملنې کوم مرکز لري او نه کوم درمل؛ حال دا چې د راپیدا کېدو علت یې تر ډیره حده همدا واکسین ښودل کېږي. خو د پولیو واکسین د تطبیق لپاره یوازې په افغانستان کې ۴۰ زره کاریګر کار کوي.
هغه د شکر ناروغي چې نږدې ۲ میلیونه افغانان همدا اوس پرې اخته دي او درملنه یې نه کېږي، په داسې حال کې چې ویل کیږي د شکر ناروغۍ علاج پیدا شوی و، خو د نړیوالو د فشار له امله پرې پرده واچول شوه، ترڅو د دوی د انسولین او نورو اړوندو موادو د تولید کارخانې له سقوط سره مخ نه شي.
همدارنګه په ټول افغانستان او پاکستان کې او هغو هیوادونو کې چې واکسین پکې تطبیق کیږي، د واکسین جوړولو هیڅ لابراتوارونه نشته او ټول واکسینونه مستقیما له بهر څخه ورته راځي. آیا تاسو کله په دې اړه فکر کړی؟
ولې دلته په داخل د افغانستان کې واکسین تولیدوونکي لابراتوارونه او فابریکې نه جوړوي؟ دوی به یې له جنجاله هم خلاص وي او له هغو اضافي مصارفو هم، چې د واکسینونو په را واردولو یې مصرفوي.
خو ځواب دادی چې دا واکسین نه بلکې زهر دي، او هغوی پوهیږي چې یو څوک پر خپل لاسونو ځان ته زهر نه جوړوي، بلکې موږ به یې ورته جوړوو او د دارو او درمل په نوم به یې پرې خورو. ځکه خو یې د جوړېدو او تولیداتو ځایونه عام نه دي.
نو مسلماناو زیوتي ویښ شئ! کفارو په ډیر تخنیک سره پر مسلمانانو داسې ځان منلی دی چې هره خبره یې هر چاته سل فیصده واقیعت ښکاري. موږ او تاسو مسلمانان چې د ټکنالوژۍ د نه لرلو په صورت کې د دوی له ټکنالوژۍ څحخه متاثره شوي یو، نو فکر کوو چې موږ بې علمه او دوی ریښتیني عالمان او پوهان دي. او پر هره خبره باندې یې بغیر له کوم دلیل څخه باور کوو. له همدې امله دوی ډیر داسې شیان دا اوس هم پر موږ منلي دي چې اصلا وجود نه لري. دوی چې وغواړي یو نا اشنا شی په مسلمانانو کې عام کړي نو هغه شی دومره تکراري تکراري کړي چې اخر یې مسلمانانو ته بغیر له منلو بله لار نه وي پاتې. چې یو ښه میثال یې همدا د پولیو واکسین دي. دوی له هرې لارې واکسینونو ته تبلیغات وکړل. د تلویزیون، رادیو، مجلو، کتابونو، تمثیلي ټوټو ، ډرامو ، د ناروغانو جعلي ارقامونه... او نورو ورته لارو باندې یې دا موضوع په ښو ښو نومونو او شعارونو بدرګه کوله چې بلاخره د دې ټولو تبلیغاتو پایله دا شوه چې واکسین په افغانستان کې تر هر کوره ورسېدل، او ډیر نور هم دېته ورته میثالونه شته دي. انا لله وانا الیه راجعون
نو ټولو مسلمانانو وروڼو! د الله تعالی په خاطر ددغه فتنې مخنیوی وکړئ. موږ په هرو یو لک ماشومانو کې د لسو ماشومانو مړینې ته تیار یو خو د لس لکو ناروغو ماشومانو په منځ کې لس جوړ ماشومان تقریبا هیڅ معنی نه لري.
هر فرد، هر سړی د خپلې کورنۍ مسولیت لري تر څو دا زهر له کوره وباسي. د کور ښځو ته قناعت ورکړل شي او ټینګار پرې وشي چې د دوی په نه شتون کې ماشومانو ته واکسین ورنه کړل شي. ځکه ستاسو اولاد ستاسو سرمایه ده، کله چې ستاسو اولاد له داسې خطرناکې پایلې سره مخ کیږي نو دا درباندې لازمه ده چې خپله اولاد به ساتې. نه تنها د ګرانښت بلکې د اسلام په خاطر باید توجو ورته وشي.
(( که مو یو ماشوم له واکسینو څخه وژغورلو نو یو مکمل نسل به مو ژغورلی او برعکس خیانت به مو ورسره کړی وي ))
ومن الله توفیق
ایمن الافغاني (☝️)
دوشنبه، ۱۴۰۵/۷/۱۳هـ ش، د شپې ۱۱ بجې
کابل، افغانستان
#ادهم_خپرندويه_اداره
