حکمتیار بیا د واک په لټه کې؛ تاریخ به دا ځل څه ولیکي؟
څو ورځې وړاندې د ګور پر غاړه پروت مشر، او هغه انجینیر چې پرته له ورانۍ_ویجاړی بله کارنامه نه لري جناب انجینیر ګلبدین حکمتیار صاحب، یوه ویډیو مخ ته راغله چې د ملت له منځه راپورته شوي افغان حکومت ...


څو ورځې وړاندې د ګور پر غاړه پروت مشر، او هغه انجینیر چې پرته له ورانۍ_ویجاړی بله کارنامه نه لري جناب انجینیر ګلبدین حکمتیار صاحب، یوه ویډیو مخ ته راغله چې د ملت له منځه راپورته شوي افغان حکومت یې مخاطب ګرځولی و او ادعا یې کړې وه چې ټول غله، ظالمان او د پردیو مزدوران دي، چې په افغانستان کې یې د ده له قوله یو فاسد رژیم رامنځته کړی دی. نوموړي د خپل ګوند غړو ته هم یادونه کړې وه چې دوی ته نور یاده واکمني د زغملو وړ نه ده او پر کابل د ده له قوله « حاکمې ډلې » خلک بېعزته کړي دي.
ډله؟ کومه ډله؟ هغه ډله چې د ده خوبونه، ارمانونه او هیلې یې د امو سیند ته ګوزار کړې؟
نه مې غوښتل چې په دې موضوع کې څه ووایم او څه ولیکم، خو اړ شوم چې حداقل اظهار نظر وکړم؛ که نه، ارزښت هم نه لري چې خپل قیمتي وخت پرې ضایع کړم. د یاد ګوند د یوه غړي کمنټ په ایکس کې ښه راباندې ونه لګېد، نو ښه مې وباله چې خپل نظر ولیکم.
دا ستاسو خپل کار دی چې نقد او رد یې کوئ، منئ یا یې نه منئ، موافق یاست یا مخالف. زه د نظر حق لرم او لیکم یې؛ اند مې خپل دی او په خپلواکه توګه د څو کرښو لیکل مې حق دی. دا چې تاسې یې څنګه ارزوئ، نو ستاسو کار دی، ماته یې څه؟!
څه فکر کوئ، چې ښاغلی مشر دا هر څه په خپله خوښه کوي؟ تاسې یې تېر تاریخ لږ مطالعه کړئ، وګورئ چې د ولس د ګټې پر ځای یې هېواد ته څومره زیانونه او ویجاړۍ ور په برخه کړې دي. د هغه سیاسي تېر تاریخ ته په کتو، د ده د اوسنیو دریځونو په اړه هم بېلابېل برداشتونه کېدای شي.
الله تعالی هر انسان ته د رجوع او اصلاح فرصت ورکوي، خو څوک چې له دغه فرصت څخه سمه ګټه وانخلي، د خپل انتخاب په پایله کې له هدایت څخه لرې کېږي. د یاد ښاغلي ژوند هم د دې خبرې یو څرګند مثال بلل کېږي؛ ټول عمر یې د منصب، شهرت او واک په لټه کې تېر کړ او اوس د یوه اسلامي نظام پر وړاندې د مخالفت اعلان کوي او نامناسبې ویناوې خپروي.
نن هم داسې ښکاري چې د پاکستان د اشارهکوونکو سیاستونو په مسیر کې روان دی او هڅه کوي چې افغانستان یو ځل بیا د جګړو په میدان بدل کړي. نو زه به دومره ووایم چې ښاغلي ته بیا د ازلي او شرپسنده دښمن له لوري د قدرت او ډالرو ژمنې شوې دي؛ پیغام یې هماغه زوړ دی: افغانستان ته لاړ شه، افغانان ووژنه او دا ځل به د قدرت پر څوکۍ کښېنې!
خو تاریخ یو ځل بیا خپل درس تکراروي: افغانستان د پردیو د پیسو او پلانونو په زور نه بدلېږي. هغه کسان چې د افغانانو پر وینو د خپل قدرت ماڼۍ جوړوي، باید پوه شي چې د خلکو حافظه هېڅکله نه مري.
یو څوک چې په طول د تاریخ کې هېڅ ویاړ نه لري، د ولس په منځ کې منفور وي، نو د هغه خبره، چلند، کردار او رفتار هم پر ملت بد لګېږي.
ښاغلي ته همدا نظام قدر ورکړ، عزت یې ورکړ، تېرې کړنې یې ورمعافې کړې، په خپله سینه پورې یې کلک ونیو؛ خو دی راپورته شو، له بهره یې د نظام پسې شروع وکړ او تخریب ته یې ملا وتړله.
نو بناءً دې ښاغلي ته باید په څرګندو ټکو وویل شي چې افغانستان نور د هغو زړو سیاسي شخړو، بېباورۍ او تفرقې د تکرار ځای نه دی. د حاکم نظام پر وړاندې پرلهپسې توندې او نامناسبې څرګندونې د اوسني واقعیت له درک څخه لرې دي. که واقعاً د افغانستان د خیر غوښتونکی وي، نو د نظام د کمزوري کولو پر ځای دې خپلې نیوکې په دلیل او منطق سره مطرح کړي. د هرې ستونزې پړه پر نظام اچول او د ولس ترمنځ د بېباورۍ فضا جوړول، نه سیاست دی او نه د هېواد خدمت! یاد ښاغلي نه سیاست وکړ او نه خدمت؛ که یې کړی وي، نو تاسې یې را مخې ته کړئ.
افغانستان له اوږدو جګړو او سیاسي اختلافاتو ډېر زیان لیدلی. نور باید د اختلافاتو اور ته لمن ونه وهل شي. تاریخ به د هر چا خبرې او دریځونه ثبتوي او وخت به دا روښانه کړي چې څوک د افغانستان د ثبات تر څنګ ودرېد او څوک یې د کمزوري کېدو سبب شو.
دا جناب د ګور پر غاړه پروت دی، عمر یې خوړلی، کمزوری شوی، زوړ شوی، لا مړ نه دی، خو نوم یې د تاریخ په پاڼو کې ثبت دی. خپله به یې هم ویني چې ما څه کړي او کومې کارنامې مې کړي دي او ملت مې په کوم نوم یادوي.
ښاغلی، له ځان پرته هیچا ته وفادار نه دی پاتې شوی؛ بېچاره د خپل واک لپاره خپل زرګونه ملګري بېبرخلیکه پرېښودل او غني نومي سړي ته تسلیم شو.
یو وخت یې له «وحدت» ورځپاڼې سره په یوه مرکه کې ویلي وو: «که د امریکایانو په موجودیت کې کابل ته راغلم، د رسول الله ﷺ امتي به نه یم.»
خو وروسته هماغه کابل ته د امریکایي اشغالګرو د حضور پر مهال راغی، په ډېر ذلت یې د تسلیمۍ سر ټیټ کړ؛ په دې سره یې په خپل قسم کې حانث شو او په خپله یې پر خپل ځان د رسول الله ﷺ له امت څخه د خروج ټاپه ووهله.
هغه څه یې چې وکړل چې د خپلې پخوانۍ وینا له معیار سره ښکاره تناقض لري. هغه ژمنه او دریځ چې یوه ورځ یې د خپل راتلونکي لپاره د ایمان له یوې سترې عقیدوي مسئلې سره تړلی و، وروسته یې په خپل عمل نقض کړ. د هغه پخوانۍ وینا او وروسته عملي دریځ ترمنځ څرګند تناقض موجود دی؛ داسې تناقض چې د نوموړي د سیاسي دریځ، ژمنو او ادعاوو د ثبات په اړه جدي پوښتنې راولاړوي.
د کابل ویجاړۍ، د پاکستان غلامي، د خپلو ملګرو خرڅول او پرېښودل، د واک لپاره الهي اوامر تر پښو لاندې کول او دا ټول هغه څه دي، چې دا خبره څرګندوي چې حکمتیار صاحب د واک لپاره خپل زامن هم د خلق ګوند او ډلې له پاتې شونو سره یوځای کولی شي.
#ادهم_خپرندويه_اداره
