واقعي مؤمن!
نسلونه او ملتونه به متقرض شي، آبادیانې او ودانۍ به له منځه ولاړې شي،...


نسلونه او ملتونه به متقرض شي، آبادیانې او ودانۍ به له منځه ولاړې شي، خراب ځایونه به آباد شي، دولتونه او حکومتونه به وپاشل شي، تمدنونه به بدلون ومومي؛ خو دی به هماغسې ثابت او استوار پاتې وي.
واقعي مسلمان، مادي مظاهرو ته اصلاً ارزښت نه ورکوي. تل په نړۍ کې خپل رسالت ته متوجه وي، دغه د حق سړی، د ژوند د بدلېدونکو شرایطو او حالاتو پر وړاندې ثابت او کلک ولاړ وي. نور خلک به خپلو ګټو پسې او هغه طرف چې مادي باد لګېږي، حرکت وکړي.
مسلمان هغې ونې ته ورته دی، چې ریښه یې په ځمکه او ښاخونه یې آسمان کې وي.
#ادهم_اداره



