د رټل شویو تحسین؛ رسنیزه چوپتیا!
لکه انسان چې په فردي لحاظ د ژوند کومې ځانګړنې لري، دغسې يې سیاسي جریانونه هم لري؛...


د رټل شویو تحسین؛ رسنیزه چوپتیا!
دادمحمد ناوک
لکه انسان چې په فردي لحاظ د ژوند کومې ځانګړنې لري، دغسې يې سیاسي جریانونه هم لري؛ دوی هم را زېږي، ځوانېږي او پخېږي؛ چې په دې دوران کې طبعاً له کمیو کاستیو تېرېږي او یو وخت له خپلو تېرو تجربو په عبرت، د پختهګۍ غږ کوي او حتی د حاکمیت لپاره ځان اماده ښيي؛ خو زموږ په معاصر تاریخ کې که هر چا هر ډول سیاست کړی، دا يې زړه ته نه لوېږي چې پخپلو خامیو وغږېږي، يا يې حد اقل د خامیو په ډول تسلیم کړي.
د نږدې پنځه کاله وړاندې وضعیت په اړه ګڼ کتابونه ولیکل شول، د داسې کسانو له خوا ولیکل شول چې په تصمیم نیونکو مجالسو کې کېنستل او د هېواد داخلي او بېروني وضعیت ښه ور معلوم او د وخت د سیاستوالو محکومیت، مظلومیت او بې ارادېتوب يې په رڼو سترګو لیده، خو بیا هم چې د دوی پاڼې واړوې، لکه په دې ملت چې يې لوی احسان کړی وي او حتی کوشش کوي هغوی ملامت وښيي چې د پردي اشري یرغل پر ضد يې تحرکات کول!
زموږ د نږدې نیمې پېړۍ سیاسي، علمي، ټولنیزو، اخلاقي او اقتصادي ناخوالو جرړه هغوی ته رسېږي، چې ځانونه يې د خپل دور نابغه ګاڼ ګڼل، د افغانیت شعار يې «دوست بودن شوروی» ګاڼه او دا يې شعار و، چې «مچ مخالف هم باید په ټانګ وولو!»
د دوی له تیوریسن او مبلغ سلیمان لایق نه مې مخامخ وپوښتل، چې پخپلو کړنو پښېمانه یاست؟ خورا په بې پراويۍ يې وویل: « موږ یو سیاسي جوړښت خپلې ټولنې ته راوړ، فکر مو کاوه، چې کار به ورکړي، خو کار يې ور نه کړ!»
دوی ته دا معزز ملت او دا تاریخي جغرافیه د پردیو د اډیالوژیو د ازمويښت لابراتوار ښکارېده، میلیونونه مهاجر او شهیدان، علمي، فرهنګي او دیني بسټونه ورانول يې د دې ازمویښت قرباني ګڼله او چورت يې هم پرې نه خرابېده.
په دې اړه ګڼ اثار لیکل شوي، د صحنو شاهدان لا ژوندي دي، د کابل پوهنتون دهلیزونه د علمي سټو د فرار، زندان او شهادت شاهدان دي، زموږ هره تېږه او هره دره د دیني او روحاني مخورو د زجر شاهدان دي، زموږ معزز قومي مخور د دې شاهدان دي چې نابالغ ګوند د حاکمیت سُرڼی وغږاوه او د شوروي شوبلو په زور يې اخلاقي او ټولنیزې پولې نړولې؛ خو بیا هم د دې خلکو د عادي سازۍ لپاره منظم رسنیز تبلیغات پیل شوي او کوشش کېږي د مسلمانانو د بدیل په ډول يې معرفي کړي.
وقار د عواطفو په لومه کې
څه موده وړاندې له یو خبریال سره د خلق ډیموکراټیک ګوند د مشر نورمحمد ترکي د وراره مرکه مخې ته راغله، سره له دې چې کوربه خورا ننګونکې پوښتنې کولې، خو مېلمه په پوره جرئت دا هرڅه یو سیاسي فعالیت ګاڼه او له سیاسي تحرکاتو سره يې دغسې زیانونه طبعي ګڼل؛ کوربه د بیا را ګرځېدو پوښتنه وکړه، مېلمه دعوه وکړه چې اوس هم زموږ ادبیات مسلط دي او په خبره يې ادبي ذهني رجحانات پر خلقي طبعیت برابر دي او د دوی له لوري کرل شوي اصطلاحات رائج دي؛ د مېلمه پر دې نظر بحث کېدی شي، خو دا چې د بیا را ګراځېدو سوال پید اکېږي، همدا سوال د سوال وړ دی!
له دې وروسته پرلپسې د خاد د پخواني مشر او بیا حکومت مشر ډاکټر نجیب الله د لور مرکه، له هغه وروسته يې د مېرمن مرکه او له هغه وروسته د نور محمد ترکي د ورېرې مرکه، مسلسل له یوه ادرسه خپرېدل او کوربنه يې هم د خلق ډیموکراټیک رژیم د زراعت د وزیر صالح محمد زېري لور نجېبه لېمه وي.
دوی زموږ د ټولنې عواطف درک کړي، ځکه خو د دې خونړي ګوند له پاتې شونو پر ښځینهو تمرکز کوي، دوی له دې لارې اورېدونکي/لیدونکي ته ور فهموي، چې دې خلکو کورني عواطف لرل، مېرمن اولادونه يې لرل، نو ګواکې تر دې اندازې توند نه و، چې «مچ په ټانګ» وولي او سلګونه تنه ژوندي تر خاورو لاندې کړي!
دلته زموږ وقار په عواطفو کې زنداني کېږي، د افغانانو په حیث دا نه شو منلی چې پر ښځينهو داسې تبصره وکړو، لکه د دوی پر نارینه چې يې کولی شو؛ خو دا بیا واقعیت نه مني، چې د داسې لویو جنایاتو پر عادي سازۍ او حتی د بیا راګرځېدو پر ذهنیت سازۍ دي خاموش پاتې شو او خپل ځوان نسل ته ور ونه ښيو، چې د کمونیستي کودتا له پیل سره سم زموږ زرګونه هستۍ ژوندۍ تر خاورو لاندې کړل شوې، هر ډول علمي تحرک منع شو او د علم ټو کمالات او القاب یوازې د نابالغ ګوند رفقیانو ته منسوب شول، تحصیلي مراکز مو د دوی د ډارویني برنامو او سیاسي ساتېریو په میدان بدل شول، علمي کادرونه فرار، زنداني یا تر خاورو لاندې کړل شول، ادبي فعالیتونه د ګوند له څو محدودو غړو پرته د هیچا حق نه ګڼل کېده، د هېواد ټولنیزې رفاه، پرمختګ او سوکالۍ ته هیڅ پام نه کېده بلکې ټول تمرکز پر خپل ګوند او په ګوند کې هم ټول مدیریت پر همدې تمرکز درلود چې خلق او پرچم سره بېل ښه دي که ګډ!؟
دا چې ولې په اوس وخت کې د دې ګوند پاتې شونو ته د عواطفو په را پارولو او د ښځینه اوښکو له لارې رسنیزه غوغا کېږي، علت دا دی چې مسلمان اړخ رسنیز فعالیت نادیده نیولی او دوی ته میدان ور خالي او حتی د خپلو جنایاتو د توجیهاتو جرئت ته يې نیت دی. پر رسنیز ځوږ ډېر تمرکز د دې علت شوی چې ځوانان د علمي پلټنو او تاریخ لوستو پر ځای استدلال او تکیه پر همدې رسنیزو ادرسونو کوي!
دا د هر مسلمان قلموالو مسؤلیت جوړېږي، چې د غونډو په برابرولو، مناسبتي ورځو په نمانځلو او خپل موجود نسل ته د تاریخ د واقعي انتقال په تمه حضوري، انلاین او رسنیز فعالیتونه پراخ کړي؛ حقایق لکه څنګه چې دي ورته وښودل شي او دا ور تلقین شي، چې رسنیز ځوږ د دې علت نه شي کېدلی چې پخپلو هډونو حک کړی تاریخ دفن او د یوې مېرمنې په اوښکو د ټولنیز جرم مجرمین معاف وبلل شي!
۱۴۰۵/۸/۹
#ادهم_خپرندویه_اداره

